Site icon DEFENCE AFGHANISTAN

د روسیې دفاع وزیر: د مې په میاشت کې تر 35 زره زیات اوکرایني پوځیان وژل شوي دي

روسیه اوکراین جنګ

ډیفنس افغانستان: د روسیې د دفاع وزیر پرون د قزاقستان په الماتا ښار کې رسنیو ته وویل چې اوکراین د می په میاشت کې له 35,000 څخه ډیر پوځي پرسونل او له 290 څخه ډیر ټانکونه او زغره وال ګاډي له لاسه ورکړي دي. د روسیې وسله وال ځواکونه په سیستماتیک ډول د اوکراین د وسله والو ځواکونو جنګي وړتیا کموي. د می په میاشت کې، دښمن له 35,000 څخه ډیر نظامي پرسونل او 2,700 مختلف ډوله وسلې له لاسه ورکړې. د دوی په منځ کې ۲۹۰ ټانکونه او زغره وال جنګي وسایط هم شامل دي چې د روسیې د دفاع وزیر دا هم وویل چې د روسیې پوځ د مې په میاشت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي او اوکرایني ځواکونه یې له اته نه تر نهو کیلومترو پورې شاتګ ته اړ کړي دي. بیلوسوف زیاته کړه: سږکال په ټولیزه توګه ۸۸۰ مربع کیلومتره سیمه د روسیې د پوځ تر کنټرول لاندې راغلې ده.

دا هم ولولئ: د چین هېواد جې-۲۰ پرمختللی الوتکه

Exit mobile version