DEFENCE AFGHANISTAN

چین د هند پولې ته نژدې J-20 او J-10 پرمختللې پنځم نسل الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

J20 and J10 Fighter Aircrafts of China

د “All Source Analysis” ټویټر اکاونټ لخوا ترلاسه شوي د سپوږمکۍ عکسونو سیټ لږترلږه شپږ J-20 جنګي الوتکې ښیې چې د چین په شیګاتسي هوایی اډه کې ځای پرځای شوي، چې د هندوستان له پولې څخه یوازې 150 کیلومتره لرې موقعیت لري. یاد د سپوږمکۍ عکسونه (لاندې ښودل شوي) د می په 27 نېټه اخیستل شوي چې پکې د شپږو J-20 الوتکو سربېره، لږ تر لږه اته J-10 الوتکې او یوه KJ-500 د جاسوسۍ او څارنې الوتکه د شیګاتسې په فوځې هوایی اډه کې پارک شوې لیدل کېږي.

د “All Source Analysis” ټویټر اکاونټ لخوا خپاره شوی د سپوږمکۍ عکسونو سیټ چې د چین شیګاتسې هوایی اډه کې  لږترلږه شپږ J-20 جنګي الوتکې ښایی.

په شیګاتسې کې د J-20s ځای پرځای کول د پام وړ دي. دا د هند په لویدیځ بنګال کې د هسیمارا هوایی اډې څخه لږ تر لږه 300 کیلومتره کې موقعیت لري، چیرته چې د هند هوایی ځواک رافیل الوتکې ځای پر ځای کړي. د هند پوځي بلاګرانو د دې ګمارنې په اړه اندېښنه ښودلې ځکه چې د هندوستان هوایی ځواک د چین د هوایی ځواک په پرتله د پنځم نسل جنګي الوتکې نه لري. د هندوستان هوایی ځواک په ستراتیژیک ډول په هسیمارا فوځې هوایی ډګر کې رافایل الوتکې ځای پر ځای کړې ترڅو د چین سره په پوله د ګواښ په صورت کې ژر تر ژره ځوابي برید ترسره کړي.

د هندوستان د هوایی ځواک رافایل جنګې الوتکې

د چین د پنځم نسل سټیلټ جټ الوتکې، J-20 Mighty Dragons، په هر احتمالي شخړه کې د لویې شتمنۍ په توګه اټکل کېږي. PLAAF لا دمخه په ټولو پنځو تیاتر قومانده کې یو څو J-20s ځای په ځای کړي دي. تر 2026 پورې، هره قومانده به لږترلږه له یو څخه تر دوو J-20 لواګانې ولري. چین په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې J-20 به د اټومي وسلو د لیږد لپاره ترمیم کړي.

Exit mobile version