د افغانستان د برېښنا شرکت مسولین وایي چې د افغانستان له لارې له قرغیزستان څخه پاکستان ته د برېښنا د لېږد پروژه( کاسا زر پروژه ) نه یوازې افغانستان لپاره بلکې د سیمې هېوادونو لپاره یوه مهمه پروژه ده.
ددغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي په یوه خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي د کاسا زر پروژې د چارو پرمخ وړلو په برخه کې هغه شرکتونه چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې چارې ځنډولې وې ورته یې بلنه ورکړې چې خپلې چارې بېرته پیل کړي .
د طالبانو د برښنا شرکت د کاسا زر پروژې د بیا پیلونې هڅې
ویاند زیاتوي اسلامي امارت له نړۍ وال بانک سره ژمنه کړې چې د کاسا زر پروژې پلې کېدو لپاره د افغانستان له خاورې ورسره پوره همکارې کوي .
نوموړی زیاتوي، چې افغانستان به د دغې پروژې له لارې په کلني ډول ۷۰ میلیونه ډالر حقالعبور ترلاسه کړي.
برښنا شرکت له نړۍ وال بانک څخه غوښتنه کوي چې د یادې پروژې د پیل لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
د قرغیزستان د انرژۍ وزارت هغه پلان چمتو کړی، چې له مخې به یې دغه هېواد او تاجکستان په را روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا ولېږدوي.
دا پوسټ هم ولولئ:- افغانستان او د سیمې د سوداګریزو اړیکو وده